اقتصاد

د فراه د کرنې رياست پر زرو بزګرانو اصلاح شوي غنم وويشل

کابل/ د ليندۍ٩مه / باختر:
د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست پرون زرو بزګرانوته د غنمواصلاح شوى تخم وويشه.
د فراه د کرنې ، اوبولګولو اومالدارۍ رييس مولوي عبدالمومن فيصل د باخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل؛ دغه اصلاح شوي غنم د “سي اچ اې” دفتر په ماللي مرسته پر بزګرانو وويشل شول.
هغه زياته کړه، دغه غنم په داسې حال کې پر بزګرانو ويشل کېږي چې دغنمو د کرلو موسم رارسيدلى او دوى په ښه توګه کولاى شي له دغه اصلاح شوي تخم څخه ښه حاصل ترلاسه کړي.
د يادونې وړ ده چې وروستيو وچکاليو د فراه بزګرانو ته زيات زيان اړولى دى.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته