ټولنه

د فراه روغتون له روږدو کسانو سره مرسته وشوه

کابل / د لړم٩/ باختر:
يو سوداګر د فراه روغتون له روږدو کسانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د فراه د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول محمدعارف عديل باخترآژانس ته وويل؛ سوداګرعبدالله له هغو روږدو کسانو سره چې تر درملنې لاندې دي د ٤٠ بوشکو غوړيو، مالګې او د يوې اندازې درملو مرسته وکړه.
د يادونې وړ ده چې دا خيرغوښتوونکى سوداګر دريم ځل دى چې له روږدو کسانو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته کوي.
پاى \ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته