سیاستTOP

د فراه نوى والي معرفي شو

کابل /د لړم ٢٢مه /باختر
د فراه نوې والي نن د دغه ولايت د ملکي او پوځي بنسټونومسوولينوته معرفي شو.
د باختراژانس خبريال دخبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې داسلامي امارت د ملکي او پوځي مسوولينوپه ګډون په دغه ولايت کې جوړه شوه ، د امر باالمعروف اونهي عن المنکر رييس مولوي عبدالغفاررحماني د شهيدانو روح ته په دعا سره د فراه د نوې والي د ټاکنې له امله يې مبارکي وويله اوهغه ته يې د الله (ج ) له دربار څخه د زياتو برياليتوبونو هېله وکړه.
رحماني دغه راز له نوې والي اود اسلاامي امارت له ټولومسوولينو وغوښتل چې ټولو ځورېدلو خلکو په تېره بيا کونډو ښځو،يتيموماشومانواو د شهيدانوکورنيوته جدي پاملرنه وکړي.
د فراه نوې والي ملانورمحمد روحاني د شهيدانو روح ته په دعا سره وويل چې خلکوته به دخدمت کولو په لاره کې هلې ځلې وکړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته