ټولنه

د فراه ښاروال په دغه ولایت کې د ملګروملتود سازمان له استازوسره وکتل

کابل / د تلې / ۱۵ / باختر
د فراه ښاروال مولوي عبدالظاهرخادم په دغه ولایت کې د ملګروملتو د سازمان له استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې د فراه ښاروال د ملګروملتو د سازمان له استازوڅخه هرکلی وکړاو د دغه سازمان له لوري د نړیوالې ټولنې د زیاتومرستوغوښتنه وکړه.
عبدالله دغه راز د یو، ان ، ډي ، پي دفتر په استازیتوب خبرې وکړې او د فراه له شاروال سره د هرراز همکاریوژمنه وکړه.
د فراه ښاروال مولوي عبدالظاهرخادم د ملګروملتو د بشردوستانه مرستود سازمان استازوته په ټولو برخوکې د بشپړامنیت ډاډ ورکړ د ښارپه ناحیوکې د کانالونود پاکولو، د ښځينه او نارینه تشنابونود جوړولو، د ښار دننه د ۴۰ کیلومتروسړکونود پخولو، د تفریحي پارکونو د جوړولو او د نورو ټولګټو پروژو د ځينو برخوستونزې ياد کړاو د ملګروملتوسازمان ته يې وړاندې کړ او په دغه ولایت کې د ملګروملتو د مرستندویو سازمانونو د همکاریو د جلبولوغوښتنه وکړه.
د یوبل خبرله مخې، د فراه امنیه قوماندان مولوي ادریس د دغه ولایت له مرکزي جیل څخه په کتنه کې د بندیانوستونزې واورېدې او هغوی ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې لرې کړې.
د یوبل خبرله مخې، د فراه مشرتابه د اورلګېدو د مخنیوي په موخه د شیخ اوبو نصرفراهي سرحدي ګمرک ته د اور وژنې دوه موټرونه مرسته وکړه.
د فراه د اطلاعاتواو فرهنګ رییس مولوي صادق د باختراژانس خبریال ته وویل: د اور وژنې دغه وسایط د اورلګېدو د مخنیوي او د سوډاګرو د تیلوپه زیرموکې د شتو ګواښونو په موخه برابراو چمتوشوي دي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته