امنیت

د فراه ښار د امنيت لپاره ځانګړې قطعه جوړه شوه

کابل /د تلي ٢٢مه /باختر
د فراه د امنيې قوماندانۍ د فراه ښار د امنيت د تامينولو لپاره د ځانګړو ځواکونود يوې قطعې د جوړولو خبرورکړ.
د باختر اژانس دخبرله مخې؛ د فراه امنيه قوماندان د دغه ولايت د مقاماتو په غونډه کې په فراه ښارکې د خلکو د سر او مال د امنيت د تامينولو، د غلاو د مخنيوي او د بيت المال د ساتنې لپاره د ځانګړو ځواکونود يوې قطعې د جوړولو خبرورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د فراه امنيتي مسوولينوپخوا ويلي و چې په دغه ولايت کې نا امني او جنايي جرمونه کمښټ موندلى دى اود دغه ولايت له خلکو يې وغوښتل چې د امنيت په تامينولو او د جنايي جرمونو په مخنيوي کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته