ورزش

د فقير وهاب ټيم د مسلميار ګروپ د رمضاني جام د سياليو اتلولي وګټله

کابل / د غويي ١۷مه / باختر
د فقير وهاب د کرکټ ټيم د هېواد د ختيځ کرکټ اکاډمۍ پر ټيم په پرياليتوب سره په ننګرهار کې د مسلميار ګروپ د رمضاني جام د سياليو اتل شو.
دغه ټيم په پايلوبه کې ښه لوبه وکړه او په زيات توپير سره يې خپل ځواکمن سيال ته ماتې ورکړه.
د مسلميار ګروپ د رمضاني جام سیالۍ د هېواد له ختيځ څخه د کرکټ د اتو ټيمونو په ګډون پيل شوې وې.
په ننګرهار کې د افغانستان د کرکټ بورډ يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه سيالۍ د روژې په درناوي او د ځوانانو ترمنځ د ورزش د ودې لپاره پيل شوې وې.
د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل د دغو سياليو په پاىلوبه کې ورزش د ټولنې د سلامتيا لپاره تر ټولو ښه لاره وبلله.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته