اقتصاد

د فواید عامې وزارت مرستیال: د سالنګ لویې لارې ترميم او بیا رغونه زموږد کار په لومړیتوب دی

کابل/ د تلې ١ / باختر
د فواید عامې وزارت مالي او اداري مرستیال د سالنګ پر30 کیلو متره لویې لارې د کريړ اچولو او بیا رغونې کار پیل کړ.
په هغه مراسمو کې چې د فواید عامې وزارت مالي او اداري مرستیال، د پروان د والي مرستیال، د سالنګ ولسوال، امنیه قوماندان او د شمالي سالنګ یو شمېر مشرانو په ګډون جوړ شوى وو، د فواید عامې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي بخت الرحمن شرافت وویل: په هغه غونډه کې چې موږ تېره ورځ په وزارت کې مو درلودل، په هیواد کې له درې سوه زياتې زیان منونکي سیمې په ګوته شوې، چې یوه یې د سالنګ لویه لار ده او د دې لویې لارې ترمیم زموږ لومړیتوب دی.
هغه زیاته کړه: دا د افغانستان د اسلامي امارت لومړۍ پروژه ده چې د سالنګ پر لویه لار د دوو قراردادي شرکتونو له لارې د يوې مياشتې په موده کې د اسلامي امارت له بودجې څخه څه د پاسه درې پنځوس ميليونه افغانۍ لګول کېږي.
د شرافت د څرګندونو له مخې، په سالنګ تونل کې دننه د ترمیم کار، چې پکې سړکونه ، هواکشونه او د تودولو وسايل شامل دي په نږدې راتلونکي کې به د 40 میلیونه افغانیو په لګښت پیل شي.
هغه وویل: د هغو ټولګټو پروژو کار چې کار یې مخکې نوي سلنه پرمخ تللى او اوس ځنډول شوی دى کار به يې بيا پیل شي.
د پروان د والي مرستيال مولوي دوست محمد حقاني وويل، د سالنګونو د لويې لارې بيا رغونه او کريړ اچول يوه له مهمو او اساسي پروژو څخه ده هغه له اسلامي امارت سره د پروان د خلکو د ملاتړ او همکارۍ قدرداني وکړه.
دغه راز د سالنګونو د څارنې او اکمالاتو مسوول قاضي عبید وویل؛ د اسلامي امارت مجاهدین بريالي شول له هیواده اشغالګرځواکونه وشړي، اوس د بیا رغونې وخت رارسېدلی دی او اسلامي امارت د افغانستان د بیا رغونې لپاره ژمن دی.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته