سیاستTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د قانون حاکمیت باید ستر لومړیتوب وګڼل شي

کابل / د سلواغې ۴مه / باختر
که موږ د اوسني پړاو ګڼو ستونزو ته کتنه وکړو؛ نو دې پایلې ته رسېږو چې ډېرو د قانون له کمزوري حاکمیته سرچینه اخیستې ده. که افغانان غواړي چې دغو ستونزو ته یو ځل او د تل لپاره پای ورکړي؛ نو باید د قانون حاکمیت ته لومړیتوب ورکړي او هغه ټینګ کړي.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
افغانستان د نړیوالې ټولنې په مرسته د ولسواکۍ د اصولو او ارزښتونو پر بنسټ د نظام جوړونې بهیر پيل کړی دی او په دې لاره کې یې تراوسه د پام وړ پرمختګ هم کړی دی. نظام جوړونه د قانون له حاکمیته پيل کېږي. که قانون نه وي او یا وي؛ خو تطبیق نه شي؛ نو بیا د نظام جوړونې بهیر په اړه خبرې کوم ځای نه نیسي. افغانستان د قوانینو له پلوه ښه پرمختګ کړی دی. د افغانستان اساسي قانون د هغو ارزښتونو له مخې چې په دغه قانون کې راغبرګ شوي او خوندي شوي دي، یو له ډېرو ښو قوانینو بلل کېږي. همدارنګه زموږ نور قوانین لکه د ټولیزو رسنیو قانون او همدارنګه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون چې په نړیواله کچه یې لومړی مقام ګټلی دی.
هر قانون هغه مهال ارزښت لري چې په عمل کې تطبیق شي. که قانون په عمل کې تطبیق نه شي؛ نو بیا د توت پاڼې هومره ارزښت هم نه لري. له بده مرغه موږ د قوانینو په تطبیق کې ستونزې لرو. په ځانګړي ډول په ولایتونو کې دا ستونزه ډېره جدي ده. په ولایتونو کې یوه جدي ستونزه د نامسوولو وسله والو ډلو شتون دی. نامسوول ټوپکوال په یو شمېر ولایتونو او ولسوالیو کې فعال دي او داسې څه ترسره کوي چې هغه له قانون سره اړخ نه لګوي. ټوپکوالي له همغه پيله دغه نظام ته ستر ګواښ و او له بده مرغه لا ستر ګواښ دی.
پوښتنه دا ده چې دا غیر مسوول ټوپکوال په چا پورې تړلي دي؟ دوی د چا په امر او قومانده کار کوي؟ دوی د چا ګټې خوندي کوي او څوک یې ننګه او ملاتړ کوي؟ دغو پوښتنو ته باید ځواب وویل شي.
په هر ولایت کې چې غیر مسوول وسله وال شته او فعالیت کوي، د دوی په اړه باید یو روښانه وضاحت شتون ولري چې دوی څوک دي او څوک یې ملاتړ کوي؟ له بده مرغه تراوسه لا دغه راز تصویر نشته. هر څوک وایي چې دلته اوهلته غیر مسوول وسله وال شتون لري او کار کوي؛ خو هغه څېرې او کړۍ نه افشا کوي چې دغه غیر مسوول وسله وال یې ساتلي دي، هغوی ته امکانات ورکوي او سیاسي ملاتړ یې کوي.
د افغان ولس هیله او غوښتنه دا ده چې مرکزي حکومت د غیر مسوولو وسله والو پرخلاف غوڅ ګامونه پورته کړي، دوی بې وسلې کړي او که کوم جنایت یې سرته رسولی وي، باید محاکمه کړای شي.
ولس په بېلابېلو سیمو کې د غیر مسوولو وسله والو له نارواوو، ظلمونو او تېریو پزې ته رسېدلی دی او په دې برخه کې د مرکزي حکومت د هرغوڅ اقدام ننګه او ملا تړ کوي. د غیرمسوولو وسله والو پر خلاف مبارزه په حقیقت کې د قانون د حاکمیت د بسیا کولو او ټینګولو لپاره مبارزه ده او دا د افغانانو تر ټولو ستر لومړیتوب دی.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته