امنیت

د قندهار امنيتي مقامات : د طالبانو له بند څخه زياتره خوشي ځوانان ملکيان دي

کابل / د کب ۱۷ مه / باختر
د قندهار امنيتي مقامات وايي چې زياتره هغه ځوانان چې وسله والو طالبان پرون آزاد کړي، ملکيان دي.
د طالبانو ډلې اعلام وکړ چې ۵۳ تنه يې په قندهارکې له خپلو زندانونو څخه آزاد کړل.
د يادې ډلې وياند رسنيو ته ويلي دي چې ټول آزاد شوي کسان پوځيان دي. خو د قندهار د پوليسو يو مقام باختر آژانس ته وويل چې د ۵۳ آزادو شويو کسانو له جملې څخه يوازې ٣ تنه يې پوځيان دي.
دغه کسان د وروستيو دوو کلونو په بهير کې د هېواد له جنوبي سيمو څخه د وسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول او په زندانونو کې ساتل کېدل.
آزاد شوي کسان وايي چې دوی د طالبانو له خوا ځورول شوي او څو تنه ملکيان يې د دوی د سترګو پر وړاندې په ډزو وژلي دي.
له دې وړاندې د افغانستان له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ بندي طالبانو د خلاصون په بهير کې حکومتي مقاماتو په وار وار وويل چې طالبانو د پوځيانو پرځاى زياتره ملکي کسان نيولي او بېرته يې حکومتي مقاماتو ته سپارلي دي.
پاى \ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته