کابل / د وږي ۲۵مه / باختر
د قندهار يوشمېر سوداګرو، قومي مشرانو او ديني عالمانو نن د اوسني نظام په ملاتړ سربېره له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان اسلامي امارت په رسميت وپېژني.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د قندهار د سوداګرو، قومي مشرانو او ديني عالمانو په ګډون سلګونو تنو په يوه غونډه کې له اوسني نظام سره خپل ملاتړ اعلام کړ او له نړيوالې ټولنې څخه يې وغوښتل چې د افغانستان اسلامي امارت په رسميت وپېژني.
په دې غونډه کې ويناوالو په بهرنيو بانکونو کې د افغانستان د میليونونو ډالرو کنګل کول په هېواد کې انساني او اقتصادي بحران وباله.
ويناوالوپه هېواد کې د عمومي عفوې اعلانول وستايل او له خلکو يې وغوښتل چې له هېواد څخه بهر ته له تللو ډډه وکړي.
ختم-ج-ا