اقتصاد

د قندهار د احمد شاه بآبا له هوايي ډګر څخه کورني اوبهرني الوتنې عادي شوي دي

کابل /دوږي ١١مه /باختر
مسوولينو د قندهارد احمد شاه بابا له نړيوال هوايي ډګر څخه د مسافرينو او تجارتي الوتکو د کښيناستلو او الوتنې خبرورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د قندهار په ګډون د افغانستان له ټولو هوايي ډګرونوڅخه د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته کورني اوبهرني الوتنې بندې شوې وې .
د قندهار د احمد شاه بابا د نړيوال هوايي ډګر فني مرستيال باختر اژانس ته وويل چې اوس په دې هوايي ډګر کې د کورنيواوبهرنيو مسافر وړونکو الوتکو تګ راتګ عادي شوى دى.
هغه وويل په دغه هوايي ډگر کې مسافروته ټولې اسانتياوې په پام کې نيول شوي دي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته