ټولنه

د قندهار د اقتصاد رييس د فساد په شک څارنوالۍ ته معرفي شو

– کابل/ د کب٦مه/ باختر
سيمه ييزخبرځايونه وايي د قندهارد اقتصاد رييس په اداري فساد کې د لاس لرلو په شک څارنوالۍ ته معرفي شو.
د قندهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي ګل محمد آرين د قندهار د والي په لارښوونه څارنوالۍ ته معرفي شوى دى.
د قندهار والي روح الله آخندزاده د اقتصاد له رييس څخه غوښتي دي چې د ده پرخلاف د تورونو پر وړاندې ځواب ووايي.
له زياتو هلوځلو سره سره مو ونه کړاى شول د دې موضوع په اړه د قندهار د اقتصاد رييس نظر ترلاسه کړو.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته