ټولنه

د قندهار د هوايي ډګر الوتنې له سره پيل شوې

کابل / د لیندۍ ۲۷ مه / باختر
له قندهار څخه په رپوټونو کې ويل شوي دي چې د دغه و لايت په هوايي ډګر کې الوتنې له سره پيل شوې دي.
پرون د يوې الوتکې په بېړنۍ ناستې او د دغه هوايي ډګر د رنوې کرښې د ځينو برخو په ويجاړېدو سره دغه هوايي ډګر د څو ساعتو لپاره وتړل شو.
هغه الوتکه چې بېړنۍ ناسته يې کړې وه، پوځي الوتکه وه. خو روښانه نه ده چې د افغانستان په هوايي ځواکونو پورې اړوند وه او يا د ناتو په ځواکونو پورې او تراسه یې علت هم معلوم نه دی.
په قندهار کې يو امنيتي مسوول له باختر آژانس سره په اړيکه کې وويل چې نن سهار د ياد هوايي ډګر الوتنې له سره پيل شوې دي.
ويل کېږي الوتکه له رنوې کرښې څخه لېږدول شوې او د کرښې ځينې ويجاړې شوې برخې هم بېرته رغول شوې دي.
څه ناڅه دوه مياشتې مخکې هم د امريکايي سرتېرو د سپرلۍ الوتکه چې علت يې فني ستونزه بلل شوې وه؛ د قندهار په هوايي ډګر کې بېړنۍ ناسته کړې وه.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته