اقتصادټولنه

د قندهار – سپين بولدک سړک په نږدې راتلونکې کې پرانستل کېږي

٤١- کابل /د مرغومي ٣٠مه /باختر
د قندهار – سپين بولدک د سړک د دويمې برخې د جوړولو کار په نږدې راتلونکې کې بشپړېږي.
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ دغه سړک د قندهار له هوايي ډګر څخه د سپين بولدک تر ولسوالۍ پورې غځيدلې دى چې د قندهار د ارغستان او تخته پل له ولسواليو څخه تېرېږي
د دغه سړک د دويمې برخې لګښت چې د ٤٠ کيلومتروپه اوږدوالي او ٦مترو په سور سره جوړېږي چې په تګلوري کې د ٣٢٠ مترو په اوږدوالي د يوپل او د ٩٦ پولګيو جوړول پکې په پام کې نيول شوي دي چې د حکومت له بودجې څخه جوړېږي.
دغه سړک د حکومت له مهمو پروژو څخه دى چې جنوب لويديځ ولايتونه په چمن کې د ډيورنډ له فرضي کرښې سره نښلوي او د لرو پرتو سيمو په نښلولو کې مهم رول لري .
دغه پروژه په ټوليزه توګه ٦ر٧٩ کيلومتره ده چې لومړى برخه يې د ٦ر٣٩ کيلومترو په اوږدوالي پخوا بشپړه شوې وه.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته