کابل / د تلې ۱۰ مه / باختر
په قندهار کې یو شمېر صرافانو د دغه ولایت له والي محمد یوسف وفا سره په کتنه کې وویل چې له ۴۵۰ صرافانو څخه یو شمېر کسانو د آزاد بازار په نوم ۳۵۰ زره ډالر وړي دي.
صرافان زیاتوي چې اوس دوی ته یاد ډالر نه ورکوي او دغه کسان یو شمېر بهر ته تللي دي، دوی د خپلو پیسو بېرته ترلاسه کولو لپاره د قندهار له والي د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د قندهار والي محمد یوسف وفا وویل دوی ته پر همکارۍ سربېره ډاډ ورکړ چې حق به حقدار ته سپارل کېږي.
ن/ر