امنیت

د قندهار- هرات لويه لاره د طالبانو د بريدونو له امله وتړل شوه

کابل / د کب ۱۷ مه / باختر
د قندهار- هرات لويه لاره د وسله والو طالبانو له بريدونو وروسته د ترافيکو پرمخ وتړل شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ يرغلګرو تېره شپه د هرات- قندهار لويې لارې د ژيړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو پر درېو پوستو بريدونه وکړل.
يوه امنيتي سرچینې چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي، باختر آژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو په بريدونو کې ١٠ پوليسان ووژل شول او د هغوی پوستې د طالبانو لاسته ورغلې.
له دغو بريدونو وروسته نن سهار د قندهار- هرات لويه لاره د ترافيکو پرمخ وتړل شوه.
زموږ سيمه ييزخبريال خبر راکړ چې همدا اوس مسافر وړونکي موټر پر سختو فرعي لارو تګ راتګ کوي.
پوليس د وسله والو طالبانو له لوري د قندهار- هرات لويې لارې تړل مني، خو د ژيړي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يرغلګرو په ډله ييزو بريدونو کې د افغان ځواکونو تلفات رد کړل.
پاى \ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته