سیاستټولنه

د قندهار ټولو ولسوالیو ته نوي ولسوالان وروپېژندل شول

کابل / د کب ۵ مه / باختر
د قندهار د خلکو په غوښتنه، د ولایتي ادارې په وړاندیز او د جمهوررییس محمد اشرف غني د حکم پر اساس، د قندهار ټولو ۱۷ ولسوالیو لپاره نوي ولسوال وټاکل شول.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ د دغه حکم پر اساس حاجي رحمت الله آغا د میانشین، شمس الله د ډنډ، حاجي صالح محمد سناتور د تخته پُل، محمد رحیم د ارغستان، مصطفی حکیمي د سپین بولدک، حاجي نانی د نېش، حاجي پیرمحمد د دامان، حاجي هستي محمد د پنجوايي، حاجي ګلبدین د شاه ولیکوټ، حاجي سراج احمد د میوند، رحمت الله د خاکرېز، حاجي رفیق پاچا د غورک، حاجي عبدالباري بلوڅ د ریګستان، جان محمد د ژړۍ، تېمورشاه خان د معروف، نثاراحمد بلوڅ د شورابک او انجنیر محمد شریف رسولي د ارغنداب ولسوالیو لپاره ټاکل شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته