امنیت

د لغمان د استخباراتو رییس په ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ

کابل / د مرغومې ۱۶ مه / باختر
د لغمان د ولایتي ادارې چارواکي وايي چې بېګاه د دغه ولایت د مرکز مهترلام په قرارګاه سیمه کې د استخباراتو رییس مولوي الفت هاشمي په ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د لغمان د والي ویاند صلاح الدین ذاهد باختر اژانس ته یاده پېښه تائید کړه او ویې ویل چې په ترافیکي پېښه کې د استخباراتو رییس ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ساتونکي یې ټپيان شوي دي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته