فرهنګ

د لغمان والي خبر یالانو ته د مسوولینو له خوا په خپل وخت د اطلاعاتو په ورکولو ټینګار وکړ

کابل/دمرغومي ۲۸مه /باختر
د لغمان والي د دغه ولایت له ملکي او پوځي مسوولینو وغوښتل اطلاعات په خپل وخت د خبریالانو په واک کې ورکړي.
هغه دغه راز د خپل رسنیز دفتر کارکوونکو ته خبر داری ورکړ که چیرې خبریالانو ته د اطلاعاتو له ورکولو ډ ډه وکړي له کارڅخه به لرې شي.
قاری زین العابدین له یوشمیر خبریالانو سره په غونډه کې وویل چې له دې وروسته هیڅ پوځي او ملکي مسوول حق نه لري چې اطلاعات له خبریالانو پټ کړي.
هغه د لغمان ولایت ټولوملکي او پوځي ادارو ته رسمي لیکونه ولېږل او په هغه کې یې خبریالانو ته د دقیقو او په خپل وخت اطلاعاتو په ورکولو ټینګارکړی دی.
دغه تصمیم هغه وخت ونیول شو چې د لغمان سیمه ییزو مسوولینو خبریالانو ته د اطلاعتو له ورکولو ډ ډه کوله.ج/ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته