ټولنه

د لغمان ولسونو د نظام او جمهوریت ملاتړ وکړ

١٣- مهترلام/ د سلواغې ۱۴ مه/ باختر
د لغمان ولسونو په مرکز مهترلام کې په یو سوله ییز لاریون کې له شته نظام او جمهوریت په کلکه ملاتړ وکړ .
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ په دغه لاریون کې لس ګونو قومې مشرانو، د سیاسی ګوندونو غړیو، عالمانو، ځوانانو، مدني فعالانو اومیرمنو د عباس ستانکزي هغه څرګندونې وغندلې چې څو ورځې وړاندې یې په مسکو کې کړې وې.
دوی له جمهوریت، شته نظام، اساسی قانون او له امنیتي ځواکونو څخه په کلکو ټکو ملاټړ وکړ.
د لغمان په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو له هغې وروسته د طالبانو د قطر د دفتر سیاسي مرستیال عباس ستانکزي څرګندونې وغندلې چې په مسکو کې یې د ولسمشرغني د استعفا غوښتنه وکړه او ویې ویل چې چارې دې یو بل نوي لنډمهالي حکومت ته وسپاري.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو شا وخوا درې میاشتو راهیسې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د قطر په مرکز دوحه کې دوه اړخېزې ناستې دوام لري چې تراوسه یې کومه مثبته پایله نه ده څرګنده شوې.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته