کابل / د کب ۱۳ مه / باختر
په قندهار کې د لمریزې برېښنا د یوې شبکې د جوړولو کار بشپړ شو او نن د مسوولینو پر وړاندې پرانیستل شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ۲۲ کیلوواټه ښاري لمریزې برېښنا شبکه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د ۶ میلیونو ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د قندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په فېروز کلي کې جوړه شوه.
پای/شکریه
0 د یوې دقیقې څخه لږ