ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت استول شوی پلاوی ، د فراه د لوړو زده کړو موسسې وکتل

کابل / د مرغومي / ۲۹ / باختر
د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت او اعتبار ورکولو د تضمین ریاست سرپرست شاکرالله وحیدي په مشرى نن د فراه د لوړو زده کړو موسسې بېلا بېلې برخې وکتلې.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د دغې کتنې په بهیرکې د لوړو زده کړو وزارت پلاوی ، د فراه د لوړو زده کړو موسسې له مسوولانو او استادانوسره په غونډه کې د دوی د نظریو، وړاندیزونو او ستونزوپه آورېدوسره دغه بنسټ ته د اعتبار ورکولو د بهیرپه اړوند هم خبرې وکړې او د دغې موسسې فعالیت وڅاره.
وروسته د فراه د لوړو زده کړو موسسې مشرتابه پلاوی ژمنه وکړه چې د دوی د تحصیلي بنسټ د معیاري کولو په خاطر محصلینوته د تحصیلي مناسبې زمینې د برابرولولپاره هلې خلې کوي.
دغه راز دوی په فراه کې د لوړو زده کړو وزارت د فوق العاده استازی مولوي نورالحق مظفري څخه هم قدرداني وکړه چې د اسلامي امارت له بریا څخه مخکې او وروسته په سختو شرایطو کې د فراه لوړو زده کړو بنسټونوته زیات خدمتونه ترسره کړي دي او د دغه بنسټ د پیا وړتیا په برخه کې هلې ځلې کړې دي.
په همدې ترتیب د پلاوی غړي د دغه تحصیلي بنسټ پوهنځیو او سپورتي جمنازیم هم وکتل او د چارو د ښه والي په اړه خپل نظريې وړاندې کړې.
د لوړو زده کړو وزارت پلاوی دغه راز په فراه کې د غرجستان او ابونصر پوهنتونونه هم وکتل او د دغه بنسټ بېلابېلې برخې وڅېړې.
ع

‏4:10:22 م

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته