ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

کابل /د زمري۵/باختر
د لوړو زده کړو وزارت د عامې روغتیا په همکارۍ د کرونا د واکسین د تطبیقولو بهیر د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو په بنسټونو کې پیل کړي دي .
له ټولو محصلانو غوښتل کېږي چې خپل حضوري لوست د کرونا واکسین په تر لاسه کولوسره پیل کړي .
په خبرتیا کې ویل شوي -هغه محصلان چې په ولایتونو کې دي خپلو تحصلي بنسټونو او یا روغتیایي مرکزونو ته د واکسين ترلاسه کولو لپاره ورشي .
-ټول محصلان دې په خپلو درسي ټولګیو کې د واکسین کارتونه له ځانه سره ولري.
-هغه محصلان چې په مرکز کې ژوند کوي کولای شي خپلو اړوندو پوهنتونونو ته ورشي او واکسین دې تر لاسه کړۍ.
د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت د فیصلې له مخې هغه ولایتونه چې د کرونا ویروس یې ۳۵ سلنه ګواښوي د زمري په شپاړسمه پيلېږي.او خصوصي بنسټونه د زمري په ۴پیل شوې دي.
شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته