ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست پاکستان ته لاړ

کابل /د ليندې ١٤مه /باختر
د هېواد د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني نن د لوړو زده کړو په برخه کې د همکاريو د پراختيا په مقصد د يوه هيئت په مشرۍ د پاکستان اسلامي جمهوريت ته سفروکړ.
د باختراژانس دخبرله مخې؛ د لوړوزده کړو وزارت وياند احمد تقي څرګنده کړه چې د دغه سفر په بهيرکې به د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د پاکستان اسلامي جمهوريت د لوړو زده کړو له مسوولينوسره افغاني محصلانوته د تحصيلي بورسونو د برابرولو اود دواړو هېوادونوترمنځ د لوړو زده کړو په برخه کې د ګډوهمکاريو د پراختيا په باب خبرې وکړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته