خبرونهسیاستTOP

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په کابل کې د ايران له سفير سره وکتل

کابل/ د لړم ۴ مه/ باختر
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ عبد الباقي حقاني کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې چې د لوړو زده کړو معینانو هم شتون درلود پر دوه اړخیزو تحصیلي اړیکو سربېره پر دوامدارو تحصیلي همکاریو او لازمو اقداماتو بحث وشو.
امینیان وویل: ایران په افغانستان کې په تحصیلي برخه کې دوامدارو اړیکو او همکارۍ ته ژمن دی او پوره تیاری لري.
هغه په مختلفو برخو لکه انجنیري ، فني او نورو… کې د افغان محصلینو او استادانو لپاره د بورسونو د چمتو کولو ترڅنګ په افغانستان کې د ښځو د تعلیم او آنلاین زده کړو په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت د پالیسۍ مطابق د سهولتونو برابرولو او رامنځ ته کولو ژمنه او ډاډ څرګند کړ.

په ورته وخت کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر د ګاونډي هېواد ایران له سفیر څخه مننه وکړه چې له افغانستان سره په تحصیلي برخه کې د همکارۍ او مرستو ډاډ ورکوي
د لوړ زده کړو وزیر وویل په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان تحصیلي نظام د غرب غلطو مفکورو اغیزمن کړی او توجه ورته نه ده شوې.

د نوموړي په خبره هڅه کېږي چې د هېواد تحصیلي سیستم بېرته معیاري او د افغانستان د آبادۍ او پرمختګ لپاره عیار شي ، چې په دې برخه کې د ګاونډې هېواد ایران همکاري چې له افغانستان سره مذهبي او مانیز نیږیدیتوب هم لري زیاته مهمه ده.

همداراز په کتنه کې د دواړو کاونډیو هېوادنو ترمنځ پر دوه اړخیزو تحصیلي اړیکو او دوامدارو همکاریو ټینګار وشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته