ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي په پروان کې د (دانش) د لوړو زده کړوموسسې څخه لیدنه وکړه

کابل / د سلواغې ۲مه /باختر
د لوړه زده کړو وزارت فوق العاده استازي برکت الله حنفي په پروان کې د (دانش) د لوړو زده کړو موسسې څخه لیدنه وکړه.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي د دغه تحصیلي بنسټ د بېلابېلو برخو د څېړنې په بهیر کې د چارو په ښه والي او د ځوانانو د زده کړې د زمینې په ښه والي او دغه راز ټینګار یې وکړ چې د وزارت ټول معیارونه په یاده تحصیلي موسسه کې په بشپړ ډول پلي شي.
وروسته د دانش د لوړو زده کړو موسسې مسوولینو د دغه تحصیلي بنسټ په اړه معلومات ورکړل او د چارو د ښه والي په لاره کې یې د خپلو هلو ځلو ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته