ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت هيئت د بلخ پوهنتون کارونه وڅېړل

کابل/دمرغومي ۲۸مه /باختر
د لوړوزده کړو وزارت د تحقیق، تالیف او ترجمې د رییس مولوي محمد داود حقاني په مشرۍ یوهییت د بلخ پوهنتون کارونه و څېړل.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د دې څېړنې په بهیر کې چې د څارنې او څیړنې رییس پوهنمل ډاکترمحمد ولي حنیف او د اکاډمیکو چارو سلاکار پوهنوال غلام دستګیرخاورین هم حاضر و، هییت په یوه غونډه کې د تحقق، تالیف او ترجمې د کمیټې او د بلخ د علمي مجلو د تحریر هییت له غړو سره د اړوندو موضوعګاتو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت هییت له دغومسوولینو وغوښتل چې د دغه وزارت د پروګرامونو او هدفونو د تطبیق په لاره کې زیاتې هلې ځلې وکړي.
وروسته مولوي حقاني د بلخ پوهنتون له علمي کادرونو وغوښتل چې د دغه بنسټ په کچه د یو نړیوال ژورنال په جوړولو هم کار وکړي.
په همدې ترتیب د لوړوزده کړو وزارت هییت د بلخ پوهنتون د تحقیق، معلوماتي ټکنالوژۍ، رسنیو، علمي مجلې مرکزونه، د پوهنتون بنسټونه او د دغه پوهنتون د نجونو او هلکانو د لیلیو ودانۍ وکتلې او د دغه برخو د چارو پر ښه والي یې ټینګار وکړ.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته