کابل / د سلواغی ۲ / باختر
د سمیه ییزو ارګانونو د خپلواک کمېسیون د ادارې رییس شمیم خان کتوازی د لوګرنوی والي عبدالقیوم رحیمي یې پرون مازیګر د دغه ولایت د ملکي او پوځي بنسټونو مسوولینو، قومي مشرانواو د ولایتي شورا غړوته معرفي کړ.
د باخترآژانس د سیمه ییزخبریال د خبرله مخې، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواک کمېسیون د ادارې رییس د لوګر له اوسېدونکوڅخه وغوښتل چې د لوګر له نوي والي سره د چارو په پرمخ بیولوکې همکاری وکړي.
د لوګر نوی والی عبدالقیوم رحیمي په خپلوخبروکې ژمنه وکړه چې له خلکوسره د خدمت په لاره کې زیاتې هلې ځلې کوي.
هغه زیاته کړه چې د چارو پرمخ بېول د دغه ولایت له اړوندو مسوولینواو خلکوسره د سلا مشورو له پام کې نیولوسره ترسره کوي.
رحیمي د خدمت کولولپاره د اهدافو د تحقق په خاطر د خلکو د هراړخیزو همکاریو غوښتنه وکړه او ويې ویل چې د جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسېدو او د سولې د تامینولولپاره به هلې ځلې وکړي.
د هرات پخوانی والي عبدالقیوم رحیمي د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواک ادارې او د جمهوري ریاست د منظوری له مخې د محمد اجمل شاهپور پرځای د لوګر والي وټاکل شو.پای-ع