ښوونه او روزنه

د لوګرښوونځيو د کلنۍ ازموينې بهير په عادي ډول دوام لري

کابل /د ليندې ٨مه/باختر
د لوګر د پوهنې رياست مسوولين وايي چې د دغه ولايت د مرکز اوشپږګونو ولسواليو د ښوونځيو د کلني ازموينې بهير په ارامه فضا اوعادي ډول دوام لري.
د لوګر د پوهنې رياست وياند شاهپور عرب باختراژانس ته وويل چې د ابتدايې ښوونځيو د ازموينې بهير پاى ته رسيدلى دى، خو د ٢٧٦ دولتي ښوونځيو او ٢٢ خصوصي ښوونځيو د ازموينې بهير په عادي او ارامه فضا کې دوام لري چې د ليندۍ په ١٥نيټه پاى ته رسېږي.
عرب زياته کړه چې د ازموينو بهير د څارنې په خاطر د پوهنې رياست مشرتابه يومهال ويش جوړکړى دى چې د هغه له مخې هره ورځ له ټولو ښوونځيو د ازموينې د بهير څارنه کېږي.
له بله پلوه د لوګر د پوهنې رياست تدريسي مرستيال مولوي عبيد الله هشام په داسې حال کې چې د تعليمي نظارت آمر عنايت خالد ورسره ملګرى و، د بره کي برک ولسوالۍ د پادخواب روغني اوشاه مزار ليسو د کلنى ازموينې د بهير د کتنې په وخت کې وويل: د ښوونځيو ټولو ښوونکوته لارښوونه شوې ده چې د زده کوونکو د پارچو او استعداد له مخې نمرې ورکړې.
هغه زياته کړه چې اوس د پوهنې د لارې پرسر کومه ستونزه نشته اود پوهنې رياست هلې ځلې کوي چې د هېواد د بچيانود روزنې په برخه کې هيڅ راز بې پروايي ونه شي.
دغه رازد دغو ليسو څو تنو زده کوونکو باختراژانس ته وويل چې اوس دوى له کومې انديښنې پرته په ارامه فضاکې ازموينه ورکوي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته