ټولنه

د لوګر تفریحي سیمو ته د سیلانیانو پام ور زیات شوی دی

کابل / د تلې ۱۸ مه / باختر
د لوګر چارواکي او ځايي اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د تفریحي سیمو امنیت په بشپړ ډول تامین شوی چې ورسره سم د سیلانیانو پام ور زیات شوی دی.
لوګر چې د هېواد پلازمینې کابل ته نږدې پروت ولایت دی او له مرکزي ولایتونو څخه شمېرل کېږي، دغه ولایت د بډایه تاریخ، لرغونو سیمو په ګډون؛ د عینکو مسو پر کان سربېره بې شمېره تفریحي سیمې لري .
د تفریحي سیمو له ډلې څرخ ولسوالۍ کې د مولانا صاحب دره، خوښۍ ولسوالۍ کې د آبتک بند، محمد آغې ولسوالۍ کې د سرخاب بند او مرکز کې تنګي واغجان، پل علم او یو شمېر نورې سیمې دي چې د کابل په ګډون د نورو ولایتونو اوسېدونکي یې کتنې ته ورځي.
محمد کاظم او شفیع الله د هغو سیلانیانو له ډلي څخه دي چې د خوښۍ ولسوالۍ آبتک سیمې ته په چکر ورغلي، دوی وایې: پخوا به د امنیت نشتون له امله چا نه شوای کولای چې له دغه ښکلې ځای وګوري.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي صادق جان عاکف وایې چې لوګر د تفریحي، تاریخي ځایونو له پلوه د بډایه ولایتونو له جملې څخه شمېرل کېږي، عاکف زیاتوي چې د ډاډمن امنیت له کبله دغه ولایت ته د سیلانیانو پام ډېر شوی او هره ورځ د ګاونډ ولایتونو سربېره له پلازمینې کابل څخه هم خلک دغه ولایت ته په چکر راځي او خپله ستړیا لرې کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاتوي چې د سیلانیانو زیاتوالی د دغه ولایت په اقتصاد کې اغیزناک رول ترسره کوي.
د ده په خبره د لرغونو سیمو د بیارغاونې په برخه کې هم یو لړ پلانونه ترلاس لاندې دي چې ډیر ژر به لاس پکار شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د ازرې ولسوالۍ ځنګلونه د ملي پارک په نوم نومول شوي دي .
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته