خبرونهفرهنګ

د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ رييس  په دغه ولايت کې د رسنيو د فعاليتونو د زياتوالي غوښتنه وکړه.

کابل /د لرم ١٦مه /باختر

د  لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ رييس د نشراتي چارو د ښه والي په مقصد د دغه ولايت له يوشمېر خبريالانوسره مشورتي غونډه وکړه.

د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې د يو لړ ستونزو ، چلنجونو او د خبريالانو د فعاليتونو د څرنګوالي په اړه هراړخيزې خبرې وشوې.

د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ رييس قاضي رفيع الله (صميم) په دغه ولايت کې د رسنيو فعاليتونه ضروري وبلل اوزياته يې کړه  چې رسنۍ دې د اسلامي فرهنګ له په پام کې نيولو سره خلکوته خبرونه ورسوي.

صميم له خبريالانو وغوښتل چې د ناپيلتوب او انډول د اصل له په پام کې نيولوسره حقيقتونه د رسنيو له لارې منعکس کړي.

هغه زياته کړه د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د رسنيو ملاتړکوونکى دى اوبايد په لوګر کې د رسنيو فعاليتونه زيات شي.

د لوګر د خبريالانو د مصوونيت د کمېټې  مسوول خان ولي احمدزي اطلاعاتوته د لاسرسۍ اود خبري پېښو د ترپوښښ نيولو په اړه خبرې وکړې اوزياته يې کړه چې رسنۍ په لوګرکې تل د خبريالى د اصولو په پام کې نيولو سره فعاليت کوي.

هغه د لوګر د اطلاعاتواوفرهنګ له رياست څخه وغوښتل چې د خبريالانو د مصوونيت اواطلاعاتوته دلاسرسۍ په برخه کې له خبريالانوسره مرسته وکړي.

دغه راز په دې غونډه کې يوشمېر خبريالانو خپلې اقتصادي ستونزې هم طرحه  کړې .چې اطلاعاتواوفرهنګ رييس  د دغو ستونزو د حل کولو په برخه کې دهمکارى ژمنه وکړه.

ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته