ښوونه او روزنه

د لوګر د لوړو زده کړو موسسې دوه ودانۍ پرانستلې شوې

کابل_باختر د تلې د مياشتې٢٤مه
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عبداللطیف روشان لوګر ولایت ته په سفر کې د لوګر د لوړو زده کړو موسسې تدریسي ودانۍ او د نجونو لیلیې پرانستلې.
د لوړو زده کړو وزارت يوه خبرځاى باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په هغې غونډه کې چې په دې اړه د لوګر د لوړو زده کړو په موسسه کې جوړه شوې وه، په کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عبداللطیف روشان، د اقتصاد وزارت سرپرست سید مصطفی مستور، د لوګر والي حلیم فدایي، د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد آصف صدیقي، په ولسي جرګه کې د لوګر ولایت استازو، د ولایتي شورا رئیس او غړو، مشرانو، د لوګر د لوړو زده کړو موسسې استادانو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عبداللطیف روشان د یادو ودانیو جوړول د هېواد د لوړو زده کړو سکتور په ځانګړې توګه، د لوګر لوړو زده کړو د موسسې د ودې په برخه کې ګټور ګام وباله ویې ویل: « که څه هم د لوګر لوړو زده کړو موسسه زیاتو کارونو ته اړتیا لري، خو زده ډاډه یم چې د دغه ولایت رهبري پلاوي، مسوولانو، مشرانو او استادانو په ګډو هڅو سره به شته ستونزې حل شي.»
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، علم او پوهه د بشر لپاره خورا ارزښتناکه پانګه وبلله څرګنده یې کړه؛ په لوګر ولایت کې د ښځو د تعلیم او تحصیل لپاره ډیرې هڅې نه دې شوي او د دې ولایت د ښځو د زده کړو لپاره باید زیات فرصتونه برابر شي.
ده وویل: د لوړو زده کړو وزارت په نږدې راتلونکې کې د هېواد د تحصیلي نصاب معیاري کولو لپاره د نړیوالو متخصصینو په ګډون ملي اجماع جوړوي چې پر بنسټ به یې په بازارکې د کارموندنې زمینه برابره او د هېواد د ځان بسیاینې لپاره فرصتونه رامنځته شي.
ډاکټر عبداللطیف روشان زیاته کړه: په ښوونځیوکې د ټولنیزو او ساینسي علومو د بېل والي لپاره کار پیل شوی چې پر بنسټ به یې په پوهنتونونوکې د تحصیل کچې د معیاري کولو لپاره ښه زمینه برابره شي.
لطیف روشان وویل: په نږدې راتلونکي کې به په پوهنتونونو کې د خلاقیت، تالیف او ترجمې نوي مرکزونه او د لوړو زده کړو عالي شورا جوړه شي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د نویو پوهنځیو رامنځته کولو په برخه کې د لوګر ولایت د خلکو غوښتنې ته لبیک ووایه زیاته یې کړه: دا چې لوګر ولایت یو کرنیز ولایت دی، د لوړو زده کړو وزارت به په دغه پوهنتون کې د کرنې پوهنځی رامنځته کړي.
ډاکټر روشان وویل: دغو موخو ته رسیدل زموږ او ستاسو د ګډو هڅو پورې تړلې ده. موږ په یو موټيتوب سره کولی شو خپل پروګرامونه یو په بل پسې پلي کړو او په هېواد کې د معیاري تحصیلي سیستم په درلودلو سره د ټولنې د ودې په لور ګامونه پورته کړو.
وروسته د اقتصاد وزارت سرپرست سید مصطفی مستور وویل: د افغانستان خلکو خپل دښمن پیژندلی او دغه دښمن بې سوادي او فقر دی، له همدې امله دغه خلک د ښوونځیو او پوهنتونونو د جوړولو غوښتنې لري.
ده په لوګر ولایت کې د تحصیلي، روغتیایي او اوبو رسولو په برخو کې د اوو پروژو د تطبیق خبر ورکړ.
د لوګر والي محمد حلیم فدایي په هېواد کې د لوړو زده کړو لپاره د لوړو زده کړو وزارت له هڅو مننه وکړه، او په لوګر کې د لوړو زده کړو لپاره د هغه ولایت د خلکو له هڅو څخه ډاډ ورکړ او د لوګر لوړو زده کړو په موسسه کې یې د نویو پوهنځیو رامنځته کولو غوښتونکی شو.
په دغه سفرکې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د نجونو د لیږدونې په موخه یوه عراده کاسټر موټر د لوګر لوړو زده کړو موسسې ته ډالۍ کړ.
د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد آصف صدیقي هم د ټیکاو او تلپاتې سولې رامنځته کولو په برخه کې د لوړو زده کړو او ښوونې پر ارزښت خبرې وکړې او وویل: د علم په ترلاسه کولو سره باید د افغانستان د دښمنانو دسیسې شنډې کړو.
د یادونې وړ ده چې د لوګر د لوړو زده کړو موسسې تدریسي ودانۍ په دوه پوړنو کې په عصري ډول د هندوستان هېواد له خوا د ۳۹ میلیونو ۶۵۸ زره افغانیو په ارزښت جوړه شوې چې د درسي خونو، لابراتوار، کتابتون او نورې اړوندې برخې لري.
همدارنګه د نجونو لیلیه په اساسي او عصري ډول په دريو پوړونو کې، د لوړو زده کړو وزارت له پراختیايي بودجې څخه د ۲۵ میلیونو ۶۹۳ زره افغانیو په ارزښت جوړه شوې ده.#
پاى_ج 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته