تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د لوګر غمیزه او د خلکو اندېښنې

کابل / د غویي ۱۱ مه / باختر
پرون ماښام د روژه ماتي په وخت کې د لوګر په مرکز پل علم کې د یو ملکي مېلمستون په انګړ کې موټر بم چاودنې خورا درنه مرګ ژوبله واړوله.
د رپوټونو له مخې شاوخوا ۳۰ تنه وژل شوي دي او ۹۰ نور ټپيان دي. د روغتون په ګډون شاوخوا ودانیو ته هم ستر زیان رسېدلی دی. دغې غمیزې د خلکو غوسه او ورسره جوخت اندېښنې راپارولې دي.
د باختر آژانس مفسر دغو اندېښنو ته کتنه کړې ده او لیکي:
دا پېښه داسې مهال رامنځ ته شوه چې په دغه ملکي مېلمستون کې مسلمانانو روژه ماتوله، د لوی خدای (ج) شکر یې پر ځای کاوه؛ هتله له مسلمانانو پرته نور څوک نه وو. د همغه ولایت خلک وو، د همغه ولایت د ولسوالیو خلک وو، د دغه وطن بچیان وو. هلته د ښوونځیو د دولسمو ټولګیو فارغان هم وو چې په ډېره مینه په کانکور کې د ګډون لپاره د ولایت مرکز ته راغلي وو، هیلې یې درلودې، آرمانونه یې لرل چې په کانکور کې بریالی شي، پوهنتونونو ته لاره ومومي، لوړې زده کړې وکړي، د مسلک خاوندان شي او بیا خپل دغه بې وزلی ولایت ولس ته خدمت وکړي.
له بده مرغه د اسلام او انسانیت دښمنانو دا هرڅه له پامه وغورځول او د مسلمانانو، بې ګناه لوګریانو روژه ماتی يې په وینو سور کړ، ګڼې کورنۍ یې د ویر او ماتم پر ټغر کېنولې. دغه ترهګریز برید د اسلام له کوم اصل او ارزښت سره اړخ لګوي؟ ځواب روښانه دی: دا برید د اسلام له اصولو او ارزښتونو سره هېڅ اړخ نه لګوي. اسلام د سولې دین دی، اسلام د پخلاینې دین دی، اسلام د ثواب دین دی. که څوک په روژه کې یو روژتي ته د روژه ماتي لپاره یو څه ورکړي، نو ګڼ ثوابونه ګټي. په ډېرو اسلامي هېوادونو کې او آن غیر اسلامی هېوادونو کې چې مسلمانان په کې اوسېږي، خلک پر روژتیانو کجوري وېشي، هغوی ته خواړه برابروي او ثواب ګټي؛ خو له بده مرغه دلته یې پر روژتیانو بختور روژماتی په ویر او ماتم ککړ کړ. روژه د نفس د تزکيې میاشت ده، پر شیطان د غلبې میاشت ده او د عبادت میاشت ده. ټول باید کوښښ وکړي چې په دې مبارکه میاشت کې خلکو ته د عبادت ښې اسانتیاوې برابرې کړي؛ نه دا چې د روژماتي دسترخوان یې په وینو سور کړي.
دا خبره باید ښه په زغرده وویل شي چې دا برید او ورته بریدونه له اسلام سره هېڅ اړخ نه لګوي. داسې ښکاري هغوی چې د اسلام د دفاع تر شعار لاندې په دغه راز بریدونو لاس پورې کوي، په حقیقت کې اسلام بدناموي او کوښښ کوي د اسلام په اړه یو ناوړه تصویر رامنځ ته کړي. دوی په حقیقت کې د اسلام دښمنان دي.
همدارنګه دغه راز بریدونه له ډېرو ړومبنیو انساني اصولو او ارزښتونو سره هم اړخ نه لګوي. انسانان باید له یوبل سره مرسته وکړي؛ نه دا چې یو بل ووژني.
د لوګر غمیزې د خلکو اندېښنې راټوکولې دي. خلک د امنیت په اړه اندېښمن دي او باید اړوندې ادارې د ښارونو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي. غوره دا ده چې د ټولو ښارونو پر امنیتي سیستم نوې کتنه وشي. اوس افغانستان یو نوي پړاو ته داخلېږي او د دغه نوي پړاو ستره ځانګړنه له امنیتي پلوه پر ځان بسیا کېدل دي. دې موخې ته د رسېدو لپاره د ټولو ښارونو اوولایتونو د امنیتي سیستم نوي کولو اړتیا ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته