امنیت

د لوګر والي: زموږاساسي موخه د هېواد آبا دي او د امنيت تامينول دي

کابل / د لړم٩/ باختر:
د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو د پوځي او ملکي چارواکو په ګډون نن د امنیت د ټینګښت، د همغږۍ د ټینګښت او خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي په موخه غونډه جوړه شوه.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې د لوګر والي مولوي محمد علي جان احمد خبرې وکړې او ويې ويل؛ زموږ اساسي موخه د شرعي نظام پلي کول او د لوګر د خلکو د امنيت تامينول دي.
هغه وویل، اوس د دې وخت دی چې لاسونه سره یو کړو او دغه موخې ته ورسېږو او د هېواد د آبادۍ لپاره کار وکړو او په عمل کې خپلو ځورېدلو خلکو ته ثابته کړو چې د هېواد آبادي زموږ هدف دی.
په دې غونډه کې د لوګر د مرکز او شپږو ولسواليو ملکي او پوځي مسوولينو ډاډ ورکړ چې د خلکو د امنيت تامين، د اسلامي نظام د بنسټونو د پياوړتيا او پر وخت د خدمتونو په وړاندې کولو کې به له هيڅ راز قربانۍ څخه ډډه ونه کړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته