ټولنه

د لوګر پر لسګونو یتیمو ماشومانو او زده کوونکو ژمنۍ جامې ووېشل شوې

کابل / د لړم ١۸مه / باختر
د لوګر والي مولوي محمد علي جان احمد، د شهید مولوي محمد خوشال ملنګ د فاروقیه مدرسې پر لسګونو یتیمو ماشومانو او زده کوونکو ژمنۍ جامې ووېشلې.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې په همدې مناسبت په دغه ولايت کې جوړه شوې وه، د لوګر والي له محصلینو سره ژمنه وکړه چې اسلامي امارت د علم او پوهې کاروان ملاتړ کوي.
د لوګر والي زیاته کړه چې په تېرو دوو لسیزو کې د اسلامي امارت مجاهدین د هېواد د غیرتي او مېړني ولس په همکارۍ وتوانېدل زبرځواکو هېوادونو ته ماتې ورکړي او هېواد د اشغالګرو له منګولو وژغوري.
د يادې مدرسې يو ښوونکي مولوي رحمت الله عزام وويل چې په دې لېسه کې ٤٦٠ زده کوونکي ديني زده کړې کوي.
د دې مدرسې د ودانۍ جوړولو کار چې له تېر یوه کال راپدېخوا ځنډول شوی و، د لوګر د والي له لوري بېرته پرانیستل شوه.
د شهید مولوي محمد خوشال ملنګ د فاروقیه مدرسې ودانۍ د څه دپاسه دوه میلیونو افغانیو په لګښت دوو پوړونو کې په اساسي ډول جوړېږي.
پای\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته