ټولنه

د لوګر په بره کې برک ولسوالۍ کې د خوراکي توکو د ويش بهير پيل شو

کابل/ د ليندۍ١٧مه / باختر:
د لوګرد کليو د بيا رغاونې او پراختيا رياست مسوولانو د لوګر په بره کې برک ولسوالۍ کې پر اړو کورنيو د خوراکي توکو د ويش خبر ورکړ.
د لوګر د کليو د بيا رغونې او پراختيا رييس مولوي محمد قاسم راشد د باخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل؛ د نړۍ د خوړو سازمان د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ پر دوه زرو اړو کورنيو په هرې کورنۍ اوړه، غوړي ، دال او مالګه ويشي.
راشد زياته کړه په نږدې راتلوونکي کې هم د دغه سازمان په مرسته د لوګر په نورو ولسواليو کې د خوراکي توکو د مرستې ويش به پيل شي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته