کابل / د لړم٢٠/ باختر:
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس مولوي سيد امين حاجي محمد د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: د خوړو او کرنې نړیوالې موسسې د لوګر د کرنې ریاست په همکارۍ د برکي برک ولسوالۍ پر زرو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وویشل.
هغه وويل، چې موخه يې په کروندګرو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو وېش، د کرنې وده او په ځان بسيا ينې کول دي.
څو ورځې وړاندې د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست د اف اې او نړیوالې موسسې په مالي مرسته د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ په زرو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وویشل. \ ذ