خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د لویو ښارونو امنیتي حالت نوې کتنه غواړي

 کابل/ د سلواغې ۲مه/ باختر

له بده مرغه له څه مودې راهیسې په کابل او یو شمېر نورو لویو ښارونو کې امنیتي وضعیت ډېر ترینګلی شوی دی او هره ورځ د ناامنیو رپوټونه خپرېږي. د ناامنیو دغو پېښو ته په کتو، د کابل ښار او نورو لویو ښارونو امنیتی حالت نوې کتنه غواړي.

د باخترآژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:

په کابل کې هره ورځ د یوې او یا څو ترهګریزو پېښو رپوټونه خپرېږي. په نورو سترو ښارونو کې هم ورته حالت دی. پرون هرات د ترهګریزبرید شاهد و. پوښتنه دا ده چې ولې کابل او نور ښارونه په نښه کېږي او بریدونه په کې ترسره کېږي؟ د دې پوښتنې ځواب ډېر سخت اوګران دی.

کله چې په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو تر منځ د سولې خبرې روانې وې؛ نو ټینګار دا و چې باید تاوتریخوالی کم شي او همغه مهال اور کم اصطلاح راووته او رسنیزه شوه. وروسته دا جوته شوه چې په اور کم کې به ډېر تمرکز پر لویو ښارونو کې وي. دواړو لوریو ومنله چې پر ښارونو به بریدونه نه کېږي. افغانانو اورکم هم بشپړې سولې ته د رسېدو لپاره یو ښه فال وګاڼه او هیله یې دا وه چې په ښارونو کې  د بریدونو په مخنیوي سره به د سولې لمروړانګې ورو ورو نورو ولایتونو، کلیو او بانډو ته هم خپرې شي؛ خو له بده مرغه دا هیله او تمه رښتیا نه شوه.

لکه پورته چې وپوښتل شول ولې ښارونه په نښه کېږي؟ داسې ښکاري چې پر ښارونو د بریدونو تر شا د رواني جګړې  موخې پالل کېږي. کله چې په پلازمېنه او یا کوم بل ښار کې پېښه رامنځ ته کېږي، چاودنه کېږي او یا څوک وژل کېږي او تښتول کېږي؛ نو دا پېښنه سملاسي رسنیزه کېږي او ټول ملت پرې خبرېږي. د دغه راز پېښې غبرګون تر هغې پېښې خورا زیات او پياوړی دی چې په کوم لرې پراته کلي او بانډه کې رامنځ ته شي.  د ښار پېښې د خلکو پر ذهنیت ژر اغېز شیندي. دا هم جوته ده چې د دغه راز پېښو اغېز منفي دی. خلک وارخطا کېږي، روحیه بایلي، پر حکومت باور له لاسه ورکوي او د سولې پر بهیر هم باور له لاسه ورکوي.

که ټولو پېښو ته کتنه وکړو؛ نو تر ډېره داسې خلک په نښه شوي دي او برید پرې شوی دی چې هغوی رسنیزې څېرې وې او پر هغو برید هم ژر رسنیز کېږي او په ټول هېواد کې خپرېږي. دا رواني جګړه ده او تر تودې جګړې خورا خطرناکه ده. په توده جګړه کې د یو یا څو تنو د وژل کېدو او یا هم ټپي کېدو موضوع مطرح ده؛ خو په رواني جګړه کې یا پر بلې وینا سړه جګړه کې د ګڼو خلکو او ولسونو د روان او ذهنیت د ټپي کېدو موضوع مطرح ده.

دې رواني جګړې ته چې د تودې جګړې تاکتیکونه په کې کارول کېږي، باید بابیزه ونه کتل شي. دا یوه جدي ستونزه ده او حل یې جدي اقدامات غواړي. وړاندیز مو دا دی چې اړوندې ادارې دې د کابل ښار او نورو سترو ښارونو امنیتي حالت په ژوره اوهراړخیزه توګه وڅېړي، هغه تشې دې په ګوته کړي چې ترهګر ترې کار اخلي او بریدونه ترسره کوي او د دغو تشو د ډکولو لپاره دې اغېزمن اقدامات تر لاس لاندې ونیسی. په ښارونو کې ډاډمن امنیت، د خلکو ذهنونو ته ډاډ ورکوي او د رواني جګړې مخه نیسي او اغېزې یې شنډوي او دا کټ مټ هغه څه دي چې نن ورته کابل ښاریان او همدارنګه د نورو سترو ښارونو اوسېدونکي سخته اړتیا لري.

پاى- ن.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته