TOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د مارچ اتمه او د افغان ښځو ستونزې

کابل / د کب ۱۷ مه / باختر
سبا د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده. دا ورځ هم په افغانستان کې او هم په نورو هېوادونو کې نمانځل کېږي. نن هم د دغې ورځې په ویاړ په کابل کې مراسم جوړ شوي وو. سږکال افغان ښځې دا ورځ په خورا سختو شرایطو کې نمانځي.
د باختر آژانس مفسر د مارچ اتمې او د افغان ښځو ستونزو ته کتنه کړې ده او لیکي:
د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده. د دغې ورځې د نمانځنې موخه دا ده چې له یوې خوا د ښځو د لوړ مقام درنښت پرځای شي او له بلې خوا د ټولنې پام هغو ستونزو ته واړول شي چې ښځې ورسره لاس او ګرېوان دي. ښځه، مور ده، د ژوند ملګرې ده، خور ده، لور ده، په دفتر او کار کې همکاره ده. په افغاني ټولنه کې چې له تاریخي پلوه دودیزه ټولنه ده او خلک یې خپلو ملي او معنوي ارزښتونو ته کلک ژمن دي، ښځه خورا لوړ مقام لري. یوه بېلګه به را واخلو. له تاریخي پلوه ښځې په افغاني ټولنه کې له هر راز بریده خوندي دي. آن په ډېرو سختو دښمنیو او بدیو کې هم چا زړه نه ښه کاوه چې پر ښځو برید وکړي. پر ښځو برید یو ډول شرم ښکارېده. دا یوه بېلګه جوتوي چې ښځې په افغاني ټولنه کې څومره لوړ مقام او درنښت لري.
له بده مرغه د جګړې په کلونو کې د افغاني ټولنې ګڼ ارزښتونه زیانمن شول. افغاني ټولنه له خپل اصلي لوري بلې خوا ته شوه، له خپل اصلي محوره کږه شوه، داسې څه زموږ د تاریخي ارزښتونو ځای ونیو چې ترمخه یې بېلګه نه تر سترګو کېده او نه زموږ د خلکو له دودونو او غوښتنو سره اړخ لګوي. جګړو، بنسټ پالنه او افراطیت وزېږاوه. دلته بنسټ پالی افراطی تفکر واکمن شو. ځینو د اسلام سپېڅلي دین تر نامه لاندې د دغه تفکر لپاره کار کاوه؛ په داسې حال کې چې بنسټ پالی افراطي تفکر د اسلام له ارزښتونو سره هېڅ اړخ نه لګوي. اسلام د اعتدال دین دی، لوی خدای (ج) مسلمانان معتدل امت ټاکلی دی. په اسلام کې د ټولو حقوق خوندي دي او د ښځو پر حقوقو هم ټینګار شوی دی.
دغه راز ښځو د اسلام په تاریخ کې هم ځانګړی نقش لوبولی دی. هغه تاوتریخوالی چې په یو او بل نوم د ښځو پرخلاف ترسره کېږي، د اسلام سپېڅلي دین له ارزښتونو سره هېڅ اړخ نه لګوي او نه د افغاني تولنې له تاریخي دودونو سره همغږي لري. د ښځو پر خلاف تاوتریخوالی نه اسلامي پدیده ده او نه هم افغاني. دا د یو شمېر متعصبو کړیو هڅه ده چې غواړي د ټولنې د پرمختګ مخه ونیسي او ښځې له خپلو هغو حقوقو بې برخې کړي چې اسلام ورکړي دي.
د افغان ښځو پروړاندې ترټولو ستره ستونزه همدا ناسم تفکر دی. تر هغو چې دغه راز تفکر ته د پای ټکی ورنه کړل شي، د ښځو پر خلاف تاوتریخوالی به هم دوام مومي. که موږ د مارچ اتمې په اړه خبرې کوو؛ نو باید تر هرڅه وړاندې د دغې اصلي ستونزې په اړه فکر وکړو او کوښښ وکړو د افغاني ټولنې اصلي ارزښتونه راژوندي کړو، هغه غښتلي او پیاوړي کړو اود ژوندانه ټولې برخې ورسره برابرې کړو. دا خورا ستره دنده ده او تر سره کول یې د ټولنې همغږې هڅې غواړي.
په دغو هڅو کې باید رسنۍ، فرهنګیان، دیني عالمان، مدني فعالان، د پوهنتونونو استادان، د ښځو د حقونو فعالان او ساتندویان، قومی مشران او مخور او د ټولنې ټول غړي فعاله ونډه او برخه واخلي.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته