امنیت

د ماليې وزير د جوزجان له والي سره وکتل

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٢٢ :
د ماليې وزيراکيل حکيمي نن د جوزجان له والي او په ملي شورا کې د دغه ولايت له وکيلانوسره  وکتل.
د ماليې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د جوزجان والي لطف الله عزيزي د دغه ولايت د اوسني حالت، ځانګړتياوو او چلنجونو په باب معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه: جوزجان يو توليدي ولايت دى چې زياتره ورځني عوايد يې تيل او ګاز دي، سره له دې هم ددغه ولايت دبيا رغاوني د کار د نشتوالي او نه پرمختيا، په روغتيايي خدمتونو او دسړک او بريښنا په ګډون په ټولګټو پروژو دنه لاسبري په شمول له چلنجونوسره مخامخ دي.
دماليې وزير وويل: همدا اوس د ولايتي بودجې جوړولو کار دوام لري چې د هغه له مخې به هر ولايت ته  لازمه تدارکاتي بودجه په پام کې ونيول شي چې واليان وکولاى شي خپلې پرمختيايي چارې په ښه توګه مديريت کړي.
ده د جوزجان له والي څخه وغوښتل: داسې پروژې ډيزاين کړي چې ملي او عايداتي ګټه ولري او د خلکو په ژوندانه باندې اغيزه وکړي.
په پاى کې د ماليې وزير دغه راز له ترکمنستان څخه د بريښنا د ليږدونې او د اوسپنې پټلۍ د غځولو په باب مفصل معلومات وړاندې کړل.
دا په داسې حال کې ده چې دماليې وزير په پام کې لري، د ولايتونو  د حالت دښه والي او د ستونزو د حل کولو په لاره کې خپلو ولايتي سفرونو ته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته