اقتصاد

د مالیه ورکوونکو د تشخیصیه نمبر د ترلاسه کولو غونډه جوړه شوه

کابل / د تلې ۲۴مه / باختر
په آنلاین ډول د مالیه ورکوونکو د تشخیصیه نمبر (TIN) د ترلاسه کولو پرانیست غونډه د عوایدو او ګمرکونو اکاډمۍ د احمدشاه ابدالي په تالار کې جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غونډې په پيل کې د عوایدو عمومي رییس معراج محمد معراج وویل چې د مالیه ورکوونکو د تشخیصیه نمبر ترلاسه کول ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو، سوداګرو، صنعتکارانو او کسبګرو ته يوه اړتيا ده. د هغه په خبره؛ دغه کار د مالیاتو په مصرف، رونټیا، ولس ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو، اقتصادي ودې او د پانګونې په پیاوړي کولو کې ځانګړی ارزښت لري.
معراج له مسوولینو او ګډونوالو څخه وغوښتل چې د پوهنې او روغتیا سکټور او نورو زېربناوو د پیاوړي کولو، د مالیاتو د ورکړې او د اسلامي نظام د ملاتړ په خاطر زیاتې هڅې وکړې.
هغه د نظام په پیاوړتیا او د فقر په له منځه وړلو کې د مالیاتو راټولول اړین وبلل او څرګنده یې کړه چې دغه کار د سوداګرو، پانګه والو او نورو بېلابېلو قشرونو په همکارۍ شونی دی.
د ګمرکونو د ولایتي انسجام او پراختیا رییس احمد شاه شاکر هم پر خلکو غږ وکړ چې د اسلامي نظام د پیاوړتیا او د اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو په موخه د تشخیصیه نمبر په ترلاسه کولو او د مالیاتو په ورکړې سره دې خپلې همکارۍ نه سپموي.
په همدې حال کې د افغانستان د کانونو او صنایع خونې عمومي رییس شېرباز کمین زاده، د (TIN) په اړه وویل: د مالیه ورکوونکو تشخیصیه نمبر د برېښنايي حکومتولۍ له مهمو عناصرو څخه دی، دغه نمبر د برېښنايي حکومتولي کارونه آسانه کوي او د وخت ضایع کېدو مخه نیسي.
هغه د مالیې وزارت له رهبرۍ څخه وغوښتل چې د کاري زمینو د برابرولو او ځان بسیاینې ته د رسېدو په موخه دې د هېواد صنعت ته زیاته پاملرنه وکړي او د پانګه والو د هڅولو او داخلي فابریکو د پیاوړي کولو په خاطر دې د نویو جوړ شویو فابریکو مالیې معافې کړي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو ته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته