خبرونهاقتصادTOP

د مالیې وزارت: په ټولو ادارو کې د دولتي کارکوونکو د معاش د لوړولو طرحه امکان نلري

۳۰- کابل / د سلواغې لومړۍ / باختر
د مالیې وزارت مالي معین عبدالحبیب ځدراڼ وايي چې په ۱۴۰۰ مالي کال کې د جمهوري رياست، مالیې وزارت او د چارو ادارې ټول امتیازات قطع شوي او د ځانګړي طرزالعمل له مخې ورکول کېږي او په ۱۴۰۰ کال کې معاش له قانون سره سم دی، د مالیې وزارت نشي کولای د ډاکټر، انجینر او یا د ۳ او ۴ بستونو معاش د عادي کارکوونکو له معاش سره سم تنظیم کړي او د جمهوررييس او کابینې د پرېکړې له مخې، په ټولو ادارو کې د کارکوونکو د معاش لوړول په يو وخت کې ممکن نه دي.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې؛ حبیب ځدراڼ چې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو پروګرام کې د ٩١ او ٩٢ کودونو په اړه خبرې کولې وويل: ٩١ کود د دولت پاليسي ده او ٩٢کود د بېړني حالت يعنې په طبيعي پېښو، سېلاوونو او يا زلزلې پورې اړوند دی، موږ په ٩١ کود کې ٣ ميليارده افغانۍ لګښت درلود چې زموږ لګښت په ٩١ کود کې ۵٠ سلنه ده.
هغه زیاته کړه: ٩١ کود نه کوم صندوق دى او نه هم د پیسو خونه چې په کې پيسې وي، دا یوازې بودیجوې کود دی چې وزارتونه د دوی د اړتیاو مطابق وړاندیز کوي او جمهوري رياست د دوی له اړتیاوو سره سم هغه منظوروي.
هغه د تقاعد خزانې په اړه زیاته کړه چې د بايومتريک بهير او برېښنایي تذکرې له اخيستو پرته د تقاعد سند بشپړېدل نشي ترسره کېداى.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته