کابل / د وږي ۲۵مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت له اداري سیاست او د مشرتابه له لارښوونې سره سم د اداري او اجرایوي چارو د پرمخ بیولو، د کارونو د ځنډ د مخنیوي او د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د دغه وزارت یو شمېر ریاستونو ته سرپرست رییسان معرفي شول.
باختر آژانس ته د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې؛ معرفي شوي کسان په لاندې ډول دي:
۱- احمد ولي حقمل چي په فقه او قانون کې لیسانس او د بشري حقونو په برخه کي د ماسټرۍ تر کچي لوړي زده کړې لري؛ د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست د سرپرست په توګه.
۲- نعیم الدین عمر چې په حقوقو کې لیسانس او په بشري سرچینو کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري؛ د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د سرپرست په توګه.
۳- اسدالله ساجد (خبیب) چې په ګمرکونو کې کاري تجربه لري؛ د ګمرکونو په چارو کې د وزارت مقام د سلاکار په توګه.
۴- محمد سالم اوریاخېل چې په کمپیوټر ساینس کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري، په ګمرکونو کې د اسیکوډا په چارو کي د وزارت مقام د سلاکار په توګه.
۵- انجینر علي احمد چې له کابل پوهنتون څخه د مخابراتي اړیکو په برخه کې لیسانس او په کمپیوټر ساینس کې ماسټري لري؛ د افغان تیلکام د سرپرست ریيس په توګه.
۶- دادالله هدایت چې له مالیزیا څخه د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري؛ د تدارکاتو ریاست د سرپرست په توګه.
۷- نوید احمد چې د لیسانس په کچه لوړې زده کړې لري؛ د دولتي شرکتونو د لوی ریاست د سرپرست په توګه.
۸- احمد مرید چې په فقه او قانون کې لیسانس لري؛ د دولتي شرکتونو د حقوقي خدمتونو ریاست د سرپرست په توګه.
۹- احمد حسن چې په اقتصاد کې لیسانس لري؛ د دولتي شرکتونو د مالي چارو د څارنې او ارزونې ریاست د سرپرست په توګه.
۱۰- انجینر نعمت الله احمدي چې د سېول انجینرۍ په برخه کې لیسانس لري؛ د افغانستان د ښاري اوبو رسونې او کانالیزاسیون شرکت د عمومي ریاست د سرپرست په توګه.
د یادونې وړ ده چې په هېواد کې د راپېښ شوي وضعیت او روانو بدلونونو ته په پام سره، د مالیې وزارت د اړوندو ادارو چارې تر ډېره بریده ټکنۍ وې، خو اوس د افغانستان اسلامي امارت د اړینو پرېکړو پر بنسټ یادو ریاستونو ته مسلکي او ژمن کسان وپېژندل شول چې ورځنۍ چارې په ښه ډول پرمخ ولاړې شي.
وهاج