سیاستخبرونه

د مالیې وزارت ۱۸ رییسان معرفي شول

۳۸- کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر
د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال، د مالیې وزارت ۱۸ نوي رییسان چې د آزادې سیالۍ له لارې یې د دغه وزارت لوړ رتبه بستونو ته لار موندلې وه، د یاد وزارت کارکوونکو ته معرفي کړل.
باختر آژانس ته د مالیې وزارت د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت د مالیې وزارت په خیبر هال کې پرځای شول؛ د مالیې وزارت اداري معین محمد اسماعیل رحیمي، د مالیې وزارت مالي معین عبدالحبیب ځدراڼ، د پالیسۍ معینیت سرپرست محمد ناصر صدیقي او یو شمېر رییسانو او د مالیې وزارت کارکوونکو ګډون کړی و.
د مراسمو په پیل کې د مالیې وزارت د بشري سرچینو رییس محمد غلام ملاخېل د جمهوري ریاست د عالي مقام حکم ولوست.
وروسته د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال په خپلو خبرو کې وویل: د خوښۍ ځای دی چې نن په داسې ناسته کې ګډون کوم چې یو شمېر هېوادوال د آزادې سیالۍ له لارې او په خپله وړتیا د ټولنې له منځه د مالیې وزارت لوړ پوړو بستونو ته لاره موندلې ده او موږ د اصلاحاتو پلي کولو، د رڼو ملي عوایدو راټولېدو، حساب ورکړې او له فساد سره مبارزې ته ژمن یوو او په دې لاره کې مو کوټلي ګامونه پورته کړي دي.
ارغندیوال زیاته کړه: افغانستان د کورنیو عوایدو په برخه کې له لوړې وړتیا برخمن دی چې موږ کولی شو له دې لارې په لنډه موده کې خپله ټوله عادي بودجه برابره کړو او په اوږدمهاله موده کې خپله ټوله پراختیایي او عادي بودجه له کورنیو عوایدو تمویل کړو.
د مالیې وزیر وویل: موږ ژمن یوو چې د مالیې وزارت د ورودي کچې او لوړ پوړي بستونه، تش او حکمي آزادې سیالۍ ته وړاندې کړو او د استخدام په برخه کې رڼه پروسه ترسره کړو چې دغه اصل کولی شي موږ اقتصادي ځان بسیاینې، د فساد مخنیوي او د وړ او د ژمنو کسانو ګومارلو تر موخو ورسوي.
د پروګرام په پای کې د مالیې وزیر د رسنیو په وړاندې نویو ګومارل شویو کسانو ته لوړه ورکره چې په ټوله ریښتینولۍ او ایماندارۍ سره د اساسي قانون او ملکي خدمتونو له قانون سره سره سم خپل مسوولیت او دنده ترسره کړي.
پای/ وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته