امنیت

د ماین چاودنه کې پنځه پوځیان شهیدان شول

٤٠- کابل / د سلواغۍ / ۱۹/ باختر
د عامه نظم پنځه پوځیان نن په شبرغان کې د ماین چاودنه کې شهيدان شول او څلور نور ټپيان شول.
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند مسعود اندرابي باخترآژانس ته وویل چې دغه پوځيان د انجنیرانو د لېږدولو په وخت کې د شبرغان په ګوګردک ساحه کې د ځاى پر ځاى شوي ماين په چاودنه کې شهيدان شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په پېښه کې انجنیرانو ته زیان نه دی آوښتی.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته