سیاستامنیت

د مجاهدینو د قربانیو په پايله کې زبر ځواک ماتې وخوړه

کابل / د وږي ۱۰ مه / باختر
په پکتیکا کې د اسلامي امارت والي وايي چې د مجاهدینو د قربانیو او وینو پایله ده چې د ناټو او امریکا ځواک ماتې وخوړه.
دغه څرګندونې د پکتیکا مرستیال والي محب الله حماس د تېري د پای ته رسېدو ورځې په ویاړ جوړې شوې غونډه کې وکړې.
حماس وویل چې افغانان به نور له جګړو او بد بختیو پرته د مینې او ورور ګلوۍ ژوند کوي او د اسلامي امارت دروازې به شپه او ورځ د دوی پر مخ خلاصې وي او مجاهدین به د دوی چوپړ کوي.
هغه زیاته کړه چې مجاهدینو د دوو هدفونو لپاره قربانۍ ورکولې چې یو هدف یې د خپلواکۍ ترلاسه کول او بل یې په هېواد کې د اسلامي او شرعي نظام نافذول دي.
په ورته وخت کې د پکتیکا ولسونو والي ته ډاډ ورکړ چې ولسونه به یې په ټولو برخو کې تر څنګ يې ولاړ وي او کلکه ننګه به یې کوي.
دوی غوښتنه وکړه چې مجاهدین دې په ټولنو کې له ولسونو سره خپل چلند نور هم ښه کړي چې د ولسونو زړونه په بشپړ ډول لاسته راوړي.
مشرانو وویل چې نوی نظام دې هڅه وکړي چې ټول سیستمونه فعال کړي او ولسونو ته دې وړ او مناسب خدمتونه وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې د پکتیکا په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د مجاهدینو قربانۍ وستایلې شوې.
په ورته وخت کې د پکتیا والي ملا حمزه د مالیې وزارت له هیئت سره په کتنه کې مامورینو ته ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د مامورینو د معاش ستونزه حل شي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته