سیاستخبرونهټولنه

د مدنې ټولنې يوشمېر فعالو ښځو د استخدام نوي سيستمونه  وڅېړل

 کابل / دکب  ١٤مه /باختر

د مدني ټولنې يوشمېر فعالو ښځو نن د اداري اصلاحاتواوملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون د بېلابېلو برخو په کتنه کې د دغه بنسټ د استخدام نوي سيستمونه وڅېړل.

د باختراژانس د خبرله مخې ؛ د دغې کتنې په بهير کې په داسې حال کې چې د دولتي اوخصوصي پوهنتونونو يوشمېر استادانو او محصلانو او د دولتي ادارو يو شمېر کارکوونکو ګډون کړې و،. برخه والو د کمېسيون بېلابېلوبرخوته په ورتګ سره د مراجعينو د خدمتونومرکز د تعييانو بورد، د شکايتونو د څېړنې بورد، د ازموينو د محتوا د تحقيق او تدوين مرکز،د فاطمه  قادريان د ازموينو مرکز او د رباط جوړونکو نجونو د ډلې او دغه راز د استخدام نوي سيستمونه وکتل.

د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون مسوولينو د کمېسيون د بېلابېلو برخود فعاليتونو په اړه د معلوماتو پر وړاندې کولو برسيره د کتنې د برخه والو پوښتنوته يې  ځوابونه ورکړل.

ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته