سیاستخبرونهTOP

د مذاکره‌ کوونکي پلاوي ريیس او غړو د سولې بهیر د ملاتړ لپاره د اجماع پیاوړي کولو په درېیمه ناسته کې ګډون وکړ

– کابل/ د کب٦مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره‌ کوونکي پلاوي ريیس محمد معصوم ستانکزي او د دغه پلاوي یو شمېر غړو «د سولې بهیر د ملاتړ لپاره د اجماع پیاوړي کولو» په درېیمه ناسته کې ګډون وکړ. دغه ناسته د ملي مصالحې عالي شورا د سیمه‌ییزو او نړیوالو چارو کمېسیون جوړه کړې وه چې د دغې شورا ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله، د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکره‌ کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر، په کابل کې د یو شمېر هېوادونو سفیرانو او د نړیوالو سازمانونو استازو په آنلاین ډول ګډون پکې کړی و.
د دغې ناستې په پیل کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکره‌ کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري د دواړو لورو تر منځ د سولې مذاکراتو د بهیر پر دوام هر اړخیز ټینګار وکړ او په هېواد کې یې د روان تاوتریخوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
نادري د سولې مذاکراتو د مخته وړلو لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره ‌کوونکي پلاوي کلکې ژمنتیا ته اشاره وکړه، تر څنګ یې د ملي او سیاسي اجماع د شتون او همدا راز د سولې له بهیره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ او همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د هېواد د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په اړه د نړیوالې ټولنې پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل: باید د سولې بهیر د ملاتړ په اړه داسې ګډ درک رامنځته شي چې پایله یې د افغانانو د غوښتنې پر بنسټ د دواړو لورو سیاسي مشارکت وي، همدا راز زموږ د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکارانو لېوالتیا هم پکې وي.
د ملي مصالحې عالي شورا ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله د دوحې هوکړه ‌لیک د بیاکتنې او د هوکړه‌ لیک مادو ته د دواړو لورو د پابندۍ اروزنې هرکلی وکړ او ویې ویل، د سولې د هڅو د ملاتړ په برخه کې په داخلي کچه اجماع شته او د دغې اجماع د پیاوړتیا لپاره ګډ فعالیتونه هم کېږي.
همدا راز عبدالله وویل، تاوتریخوالی زیاتېدل او هدفي وژنې د افغانستان خلکو ته د منلو نه دي او دغه تاوتریخوالی باید ډېرژر ختم شي.
د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم د سولې بهیر د ملاتړ په برخه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت د وروستیو سیمه‌ییزو او نړیوالو هڅو او طرحو په اړه خبرې وکړې.
د مذاکره ‌کوونکي پلاوي ريیس محمد معصوم ستانکزي د سولې په بهیر کې د افغانستان د همکارو هېوادونو له ملاتړ مننه وکړه، د سولې بهیر د بریالیتوب لپاره یې سیمه‌ييزې هڅې اغېزناکې وبللې.
ستانکزي ټينګار وکړ چې مذاکرات باید په منطقي ډول د افغانانو د لومړیتوبونو پر اساس مخته لاړ شي او ویې ویل، د مذاکراتو په جریان کې مو وښوده چې پر ستونزو برلاسي کېدای شو او باید دغه بهیر ته په قاطعانه توګه دوام ورکړو.
د مذاکره‌ کوونکي پلاوي ريیس وویل چې د دغه پلاوي غړي د مذاکراتو د تخنیکي چارو پر منځپانګه په تمرکز سره پر کار لګیا دي او زیاته یې کړه، څرنګه چې د هېواد او اسلامي نړۍ له عالمانو سره د مذاکره‌ کوونکي پلاوي ګڼو ناستو پام وړ لاسته ‌راوړنې لرلې، د ټولنې د بېلابېلو پاړکو په تېره د ښځو، د جګړې د قربانیانو او لږکیو د حقونو ساتلو ته هم پوره پام شوی.
ستانکزي وویل، د مذاکره ‌کوونکي پلاوي غړي تل چمتو دي چې د اړوندو موضوعاتو په اړه په اسلامي بحثونو کې ګډون وکړي. ده زیاته کړه، د مذاکره‌ کوونکي پلاوي ښځینه غړې هم توانېدلې چې د نړۍ په کچه د اسلامي هېوادونو له ښځو سره د پراخو شبکو په چوکاټ کې اغېزناکې اړیکې جوړې کړي.
ده د سولې بهیر په اړه د داخلي او نړیوالې اجماع د ټینګښت اړتیا یاده کړه. د سولې بهیر او د افغانستان د نورو اړوندو مسایلو په اړه یې د نړیوالو همکارانو په پیغام‌ رسونه کې لا ډېر انسجام د افغانستان د سولې په بهیر کې یو اساسي او اغېزناک اصل وباله.
په دې ناسته کې د یو شمېر هېوادونو سفیرانو او د نړیوالو سازمانونو استازو د دواړو لورو تر منځ د مذاکراتو پر دوام ټینګار وکړ، د افغانستان د روانې جګړې د ناروا بللو په اړه یې د اسلامي عالمانو د رامنځته شوې اجماع هرکلی وکړ او د دغه بهیر د نړیوال ملاتړ پر اړتیا یې خبرې وکړې.
همدا راز دوی د افغانستان د سولې بهیر د ملاتړ لپاره سیمه‌ييزه اجماع مهمه وبلله، د تاوتریخوالي دوام یې اندېښمنوونکی وباله او پر درېدو یې ټينګار وکړ.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته