تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د مرستو د پرځای لګولو لپاره سولې ته اړتیا ده

کابل / د لیندۍ ۴مه / باختر
د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس پرون په ژنیو کې پرانیستل شو او ټاکل شوې ده نن خپلو بحثونو ته دوام ورکړي. پوره باور دی چې نړیوال مرستندویان به له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ژمنه نوې کوي؛ خو د مرستو د پرځای لګولو لپاره سولې ته اړتیا ده.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د کنفرانس له پرونیو بحثونو او همدارنګه د سترو مرستندویو هېوادونو د لوړپوړیو چارواکیو له خبرو داسې ښکاري چې نړیوال مرستندویان به نن له افغانستان سره د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د مرستو ژمنې نوې کړي. دا چې هر هېواد به څومره مرسته اعلام کړي، ښایي نن د ورځې په وروستیو کې جوته شي. مهمه خبره دا ده چې نړیوال مرستندویان چمتو دي چې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي او دا چمتووالی هغه اټکلونه غلط ثابتوي چې ګنې نړیواله ټولنه له افغانستان سره نوره مرسته نه کوي او مخ ترې اړوي.
نړیواله ټولنه له افغانستان سره د مرستو د دوام پر ارزښت او اهمیت ښه پوهېږي؛ نړیواله ټولنه پوهېږي که له افغانستان سره مرستې ودرېږي؛ نو دا ویره شته چې په تېرو نږدې ۲۰ کلونو کې ټولې ترلاسه شوې بریاوې اوبه یوسي او افغانستان یوځل بیا د نړیوالو ترهګرو لپاره یو خوندي ځای شي. له افغانستان سره مرسته په حقیقت کې د سترو مرستندویانو او د نړۍ د ټولو هېوادونو له امنیت او ثبات سره مرسته ده.
افغانانو په تېرو نږدې ۲۰ کلونو کې له نړیوالې ټولنې میلیاردونه ډالره مرسته ترلاسه کړه؛ خوله بده مرغه دا مرسته شوې پیسې په سمه توګه ونه لګول شوې. دا چې مرسته شوې پیسې ولې په سمه او اغېزمنه توګه ونه لګول شوې، ګڼ علتونه لري. تر ټولو ستر علت یې په هېواد کې د جګړې دوام دی. جګړه لامل شوه چې په تېرو کلونو کې د زېربناوو جوړولو ته پوره پاملرنه ونه شي. که پر زېربناوو پانګونه شوې وای؛ نو نن به افغانستان دومره ډېره مرسته له نړیوالې ټولنې نه غوښتله. ښایي موږ به په ګڼو برخو کې پر ځان بسیاینې ته رسېدلي وای. د مرستو د پرځای لګولو لپاره تر هرڅه وړاندې سولې ته اړتیا ده. که سوله نه وي؛ نو له مرسته شویو پیسو سمه او اغېزمنه ګټه اخیستل کېدای نه شي. له دې امله د افغانانو هیله او تمه دا ده چې نړیواله ټولنه لومړی د سولې په بسیاکولو کې مرسته وکړي. د سولې په بسیا کولو کې مرسته په حقیقت کې د نړیوالې ټولنې له اوږو د افغانستان د پېټي د کمولو مانا لري. نړیواله ټولنه هرومرو پوهېږي او که نه پوهېږي باید پوه شي چې که په افغانستان کې سوله بسیا شي، جګړه پای ومومي؛ نو بیا افغانستان خپل کورني ظرفیتونه لري او کولای شي چې دا ظرفیتونه وکاروي او د ځان بسیاینې پر لور ګړندي ګامونه واخلي.
د افغانانو وړاندیز دا دی چې نړیوال مرستندویان د جګړې پر ښکیلو خواوو او همدارنګه د هغوی پر ملاتړیو فشار راوړي چې د سولې لپاره له رامنځ ته شوي اوسني ډېر مناسب فرصته پوره ګټه واخلي، انعطاف ښکاره کړي او روانې خونړۍ جګړې ته د پای ورکولو معقوله او د افغاني ټولنې له واقعیتونو سره برابره لاره ومومي. یوازې د سراسري، ډاډمنې او تلپاتې سولې په فضا کې د نړیوالو مرستندویانو د مرسته شویو پيسو د لګولو لپاره مناسب بستر او فرصت برابرېدای شي.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته