ټولنه

د مرکز اسعد اباد او سرکاڼو ولسوالۍ قومي مشرانو د کونړ والي ته د همکارۍ ډاډ ورکړ

کابل / د لړم ۲ مه / باختر
د مرکز اسعد آباد او سرکاڼو ولسوالۍ قومي مشرانو د دغه ولایت له والي سره په کتنه کې له اسلامي امارت بشپړ ملاتړ څرګند کړ او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
دوی د بشري مرستو راجلبولو په برخه کې له ولایتي ادارې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
د کونړ والي محمد قاسم خالد وویل چې د اسلامي امارت مجاهدینو د ولس له غېږې مبارزه پيل کړې او دغه بریا د ټولو افغانانو ویاړ دی.
خالد وویل چې دین او د ولس عمومي منافع یې لومړیتوب دی، هڅه کوي چې د خلکو شریعي حقوق خوندي او په بېلابېلو برخو کې اسانتیاووې رامنځته کړي.
هغه په امنیتي برخو کې د قومونو ونډه مهمه یاده کړه او ترې ویې غوښتل چې په خپلو سیمو کې د بشپړ امنیت تامین په لاره کې له امنیتي مسوولینو سره همکاري پراخه کړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته